سیاست

جمهور رئیس غني د کوېټ او سلواک هېوادونو د نا استوګن سفیرانو باورلیکونه ومنل

کابل باختر دغويي دمياشتې  ٣٠ :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د کوېټ د نااستوګن سفیراحمد خالد الجیران او د سلواک د نااستوګن سفیرلوبومر ګولیان باورلیکونه په جلا تشریفاتي مراسمو کې ومنل.
دجمهوررييس مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د دغو سفیرانو د باورلیکونو د وړاندې کولوپه مراسمو کې چې په ارګ کې ترسره شول، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین حکمت خلیل کرزي هم حضور درلود. جمهور رئیس غني او دکوېټ او سلواک هېوادونو نااستوګن سفیرانو د افغانستان اوددغو هېوادونو تر منځ د اړیکو د پیاوړتیا او همکاریوپه هکله بحث او خبرې وکړې.
جمهور رئیس غني د دغو هېوادونو سفیرانو ته د ښه راغلاست پرمهال  له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د کوېټ اوسلواک هېوادونو د مرستو مننه وکړه او دغو نااستوګن سفیرانو ته یې د بریالیتوب هیله وکړه.
احمد خالد الجیران  جمهور رئیس ته د کوېټ د امیر د نېکو هیلو رسولو تر څنګ کوېټ ته د سفر بلنه ورکړه او وې ویل، هېواد به یې د صندق الحیات له لارې د افغانستان بې وزله او بې سرپرسته کورنیو سره مرستې وکړي.
جمهور رئیس د هغوی له بلنې او مرستې څخه په مننې وویل، سعودي عربستان ته د سفر پرمهال به په ریاض کې د کوېټ له امیر سره په لیدنه کې د افغانستان او کوېټ تر منځ د اوږدمهاله اړیکو د لومړي پړاو د پیل په موخه بحث او خبرې وکړي.
د هېواد جمهور رئیس د افغانستان او کوېټ تر منځ په سوداګرۍ ټینګار وکړ او کویټي تاجرانو او پانګوالو ته یې بلنه ورکړه چې په افغانستان کې د سوداګرۍ او پانګونې فرصتونه له نږدې وګوري. هغه زیاته کړه، د هېواد د لویدیځ او جنوب لویدیځ د هوایي ډګرونو ډېره برخه د هېواد د محصولاتو صادراتو ته ځانګړې شوې او له دې لارې د خلیج د بازارونو دمېوو او سبزیجاتو ډېرې اړتیاوې پوره کېدلی شي.
د سلواک نااستوګن سفیر وویل، هېواد یې چمتو دی چې له افغانستان سره د افغانانو د تخنیکي روزنې او نظامي انجنیرۍ تجهیزاتو په ځانګړي ډول د هلیکوپترو د ترمیم او کانونو د رااېستلو برخو کې مرستې وکړي.
جمهور رئیس غني د هغوی له مرستو څخه په مننې وویل، د افغانستان هغه هلیکوپترې چې ترمیم ته اړتیا لري، نورو هېوادونو ته له انتقال پرته باید همدلته په افغانستان کې ترمیم شي.
د کوېټ او سلواک نااستوګن سفیرانوڅرګنده کړه چې له افغانستان سره د خپلو هېوادونو د اړیکو د لا پراختیا په برخه کې به کوښښونه وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته