سیاست

جمهور رئیس غني د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر سره وکتل

کابل  باختر دکب دمياشتې١٨:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني  پرون ماسپښین د برتانیې د بهرنیو چاروله وزیر فېلېپ هاموند سره په ارګ کې وکتل.
دجمهور رييس دوياند دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ.
په پیل کې ښاغلي هاموند د خپل هېواد د مشرتابه نېکې هیلې جمهور رئیس ته وړاندې کړې او همدارنګه یې د سیمې او افغانستان لپاره د  برتانیې د حکومت د پلانونو او برنامو په هکله جمهور رئیس ته معلومات ورکړل.
دواړو لوریو د امنیت د تامین، د سولې پروسې، د اقتصادي برنامو، ټولټاکنو او همدارنګه د افغانستان او برتانیې تر منځ د همکاریو د پراختیا په هکله بحث او خبرې وکړې.
د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر د هغه هېواد د لومړي وزیر په بلنه  له اداري فساد سره د مبارزې په کنفرانس کې د ګډون له امله له جمهور رئیس څخه مننه وکړه.
هغه زیاته کړه د برتانیې دولت او خلک په افغانستان کې د سولې او ثبات د تامین په برخه کې د افغانستان د دولت د اقداماتو ملاتړ کوي.
په دې  کتنه کې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د پياوړتيا په هکله هم بحث وشو او دواړو لوریو دا ومنله چې تېرکال د افغانستان لپاره د ازمېښت اوپايښت کال وو.
ښاغلي هاموند وویل، د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه لازمه ځواکمني لري، ځکه دوی د دښمن د ځپلو ترڅنګ بېلابېلې سیمې له مخالفینو څخه پاکې کړي  او دا د دوی د قوت نقطه ده.
جمهور رئیس دبريتانيا د بهرنیو چارو د وزیر د څرګندونو له اورېدلو وروسته، له افغانستان سره په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د سولې، ټولټاکنو او د مارشال فهیم نظامي اکاډمي سره د برتانیې د هېواد د مرستو مننه وکړه او وې ویل، سږکال د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو محاربوي ځواکمني زیاته شوې ده.
جمهور رئیس د سولې د پروسې په هکله وویل، په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په موخه یې د حکومت مخالفې وسله والې ډلې  د سولې مذاکراتو ته رابللې دي. هغه زیاته کړه، د افغانستان دولت د ټولو پرمخ د سولې د خبرو دروازه پرانیستې ده، خو کومې ډلې چې تاوتریخوالی پرېنږدي، نو پر ضد به یې نظامي چلند وشي.
د هېواد جمهور رئیس څرګنده کړه، چې د ټاکنیزو اصلاحاتو د وړاندیزونو عمده برخه په قانون کې ځای شوې او د ټاکنو د حقوقي جوړښت برخه هم بشپړه شوې ده. هغه زیاته کړه، په پام کې ده چې راتلونکې ټولټاکنې پر وخت ترسره شي او له تخنیکي پلوه به هم تدابیر ونیول شي.
د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر د کډوالو په هکله وویل، تر دې وړاندې چې کوم غیر قانوني کډوال ورغلي وو، یو شمېر یې بېرته هېواد ته راستانه شوي او ځینو چې د پنا غوښتنه کړې، نو اسناد یې تر  ارزونې لاندې دي.
جمهور رئیس غني وویل، د یو ځانګړي چوکاټ له مخې باید د کډوالۍ او جذب انګېزه  وارزول شي. هغه زیاته کړه، د حقوقي پروسې له بشپړولو وروسته بایدد کډوالو په هکله وروستی تصمیم ونیول شي.
د هېواد جمهور رئیس ټینګار وکړ، په عین حال کې چې یو شمېر ځوانان بهرنیو هېوادونو ته روان دي، د افغان ځوانانو عمده برخه د افغانستان په دفاع او په هېواد کې په تحصیل بوخته ده.
د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر د خپل هېواد په استازیتوب له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د همکاریو د تداوم په هکله ډاډ ورکړ او وې ویل، د نړۍ هېوادونه له افغانستان سره د همکارۍ او مرستو اراده لري او د افغانستان اوږدمهالې برنامې به د وارسا او بروکسل په کنفرانسونو کې د نړیوالې ټولنې قناعت ترلاسه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته