ټولنه

د بلخ ولايت، د زغفرانو په کرکيله کې لومړى مقام ګټلې دى

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٢٠
د بلخ ولايت سږ کال د غفرانو په کرکيله کې لومړى مقام ګټلى دى.
دبلخ ولايت دکرنې او اوبو لګولو رييس کاتب شمس د باختر آژانس خبريال ته وويل: څه دپاسه يو سلو پنځو سو تنو بې وزلو ښځو په وروستيوکلونوکې د خپل اقتصاد د ودې او ښه والي په مقصد د زغفرانو په کرکيلې لاس پورې کړى دى او د بلخ ولايت په دولسو ولسواليو له پنځو کلونو راپه دې خوا هرکال زغفران کرل کيږي او د کرنې او اوبولګولو رياست او د نورو همکارو موسسو له خوا د زغفرانو دکرکيلې په لاره کې ښه زمينه برابره شوې ده.
خبرځاى زياته کړه: تېرکال اووه کيلوګرامه زغفران راټول کړاى شوي و او دکرنې او اوبو لګولو د رياست د هلوځلو او د زغفرانو کرکيلې ته د ښځو د بوختيا له امله په روان کال کې د زغفرانو د محصولاتو د زياتوالي ښکارندوى دى.
شمس زياته کړه: د زغفرانو کرکيله د کوکنارو پرځاى ښه بديل دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته