سیاست

جمهور رئیس غني: سوله د تړلو دروازو تر شا نه کېږي

کابل باختر د زمري د مياشتې٢٧نيټه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني  د هېواد د مهمو ملي مسایلو په اړه د خپلو مشورتي کتنو په لړکې نن له غرمې مخکې د هېواد دچاپي، انځوریزو او غږیزو رسنیو له یو شمېر مسوولانو سره په ارګ کې وکتل.
د جمهور رییس د ویاند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په پیل کې د رسنیو مسوولانو د ټاکنو، سولې او اوربند او ملکي او نظامي اصلاحاتو په اړه خبرې وکړې او په دې برخه کې یې خپل نظریات، وړاندېزونه او طرحې له جمهوررئیس سره شریکې کړې.
جمهوررئیس غني د دوی د نظریاتو، وړاندېزونو او ستونزو له شریکولو څخه مننه وکړه وې ویل، سوله د تړلو دروازو تر شا په تیاره او له سیاسي اجماع پرته نه راځي.
هغه زیاته کړه، د افغانستان حکومت د سولې لپاره طرحې او برنامې لري او په دې برخه کې یې د اسلامي هېوادونو، سیمې او بین المللي ټولنې اجماع هم ترلاسه کړې ده او همدا لامل دی چې طالبانو په افغانستان کې د جګړې مذهبې صبغه هم له لاسه ورکړه.
د هېواد جمهور رئیس څرګنده کړه: د هېواد په امنیتي او دفاعي سکتورکې اصلاحات رامنځته شوي او د اصلاحاتو دغه پروسه لا هم دوام لري.
هغه زیاته کړه: د اصلاحاتو په برخه کې باید واضح اجماع رامنځته شي، ترڅو د اصلاحاتو د بهیر پر وړاندې شته خنډونه هم له منځه ولاړ شي.
جمهور رئیس غني د رسنیو له مسوولانو وغوښتل، د هېواد د ملي مسایلو په اړه له حکومت سره د یوه ملي او سراسري بحث په جوړولوکې هراړخیزه همکاري وکړي.#
پای – ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته