امنیت

دنشه يي توکو دقاچاقو دمخنيوي په خاطر دلوګر دسيمه ييزو مقاماتو هلې ځلې.

کابل – باختر د مرغومي دمياشتې ٤
دلوګر ولايت د آزرې ولسوالۍ دنشه يي توکو دترانزيت په لارې بدله شوې ده دلوګر ولايت سيمه ييز مقامات وايي چې ددغه ولايت د آزرې ولسوالۍ لاره دنشه يي توکو دقاچاقو دترانزيت په لاره بدله شوې ده چې ددغې ولسوالۍ امنيت يې له چلنج سره مخامخ کړى دى.
د ازرې دولسوال حميد الله دڅرګندونو له مخې له څو کلونو راپه دې خوا د آزرې دولسوالۍ لاره دنشه يي توکودقاچاقو په ترانزيت بدله شوې ده .
دى وايي دنشه يي توکو قاچاق وړونکي دنشه يي توکو دليږدونې په خاطر وسله والو طالبانو ته پيسې ورکوي چې لاره خوندي او دنشه يي توکوقاچاق وړونکي په ډاډه زره خپل نشه يي توکي قاچاق کړي .
ده زياته کړه چې دنشه يي توکو قاچاق وړونکي نشه يي توکي د کونړ ،نورستان،بدخشان،او دننګرهار له ولايتونو څخه له دې لارې غزني ته او له هغه ځاى دايران پولوته ليږدوي.
ولسوال زياته کړه چې د ازرې ولسوالۍ دامنيتي ځواکونو له کمښت سره مخامخه ده که چيرې دغه ستونزه حل شي کولاى شي دنشه يي توکو دقاچاق وړونکو مخه ونيسي.
ده له سيمه ييزو مقاماتو څخه وغوښتل چې ډير ژر دې په دغې ولسوالۍ کې د نشه يي توکو دقاچاق وړونکو مخه ونيسي.
دلوګر دولايتي شورا يو غړى عبدالولي وکيل ددغې موضوع دتاييدولو په ترڅ کې وايي کال په کال وسله وال طالبان له دې لارې څخه په سلګونو مليونه افغانۍ ترلاسه کوي.
دلوګر دوالي وياند محمد سليم صالح وايي چې کال په کال د ازرې ولسوالۍ له لارې په زرګونو کيلوګرامه نشه يي توکي قاچاق کيږي او سيمه ييز مقامات ددغې موضوع په وړاندې بې توپيره نه دي بلکې ددغې ستونزې دمخنيوي په خاطر هلې ځلې دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته