سیاست

جمهور رئیس کرزي د سولې د عالي شورا له غړیو سره ددغې شورا د وروستیو اقداماتو په باره کې مشوره وکړه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي د سولې د عالي شورا له غړیو سره د دودیزې لویې جرګې د سپارښتنو په رڼا کې ددغې شورا د راتلونکو اقداماتو په باره کې  خبرې او مشوره وکړه.

دباختر اطلاعاتي اژانس ته دجمهور رييس دويندوى دمعلوماتو له مخې

په دې کتنه کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شوه او حضرت صبغت الله مجددی، پیرسیداحمد ګیلاني، د جمهوري ریاست مرستیالانو مارشال محمدقسیم فهیم او محمدکریم خلیلي هم  پکې ګډون کړی ؤ، د سولې د عالي شورا غړیو دسولې د بهیر د پیاوړي کولو لپاره خپل نظرونه او وړاندیزونه د دودیزې لویې جرګې د مشورو په رڼا کې مطرح کړل.

 

ددې کتنې په بهير کې د سولې د بهير د اغېزمن کولو، د سولې د عالي شورا په ترکیب کې د بدلونونو د رامنځ ته کولو، په ولایتونو کې د شورا د فعالیتونو د پراختیا، له مخالفینو سره د خبرو کولو لپاره د پاکستان د صادقانه همکاریو د اړتیا، د سولې په پروسه کې د سیمې د هېوادونو او نړیوالې ټولنې د رول، د مخالفینو لپاره د مشخص آدرس د رامنځ ته کولو، د سولې په بهير کې د مخورو، مشرانو او دیني عالمانو د رول د زیاتولو او د خبرو لپاره د مخالفینو د راجلبولو په اړوند  خبرې اترې وشوې.

 

د سولې د عالي شورا غړو وویل: دا چې د استاد رباني شهادت د سولې د عالي شورا په کار باندې يوي ګوزار دۍ ، خو د افغانستان خلک په قاطع ډول د سولې پلويان دي او نړیواله ټولنه هم ددې بهیر ملاتړ کوي او ددې تر څنګ ټول طالبان هم له  سولې سره مخالف نه دي، نو له دې امله غوره ده چې د سولې بهير په ډېر قوت دوام ومومي او د سولې د خبرو د چټکوالي لپاره د مخالفینو لپاره د مشخص آدرس د پیداکولو لپاره اقدامات وشي .

 

 

 

 

 

 

دوی ټینګار وکړ چې د سولې بهیر باید د افغانانو تر رهبرۍ لاندې دوام وکړي او بهرني هېوادونه  يوازې داسانتياو دبرابرولو  لپاره همکاري وکړي.

 

په دې کتنه کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس وویل: هغه هڅې چې په تېرو څو کلونو کې د سولې د ټينګښت  په لاره کې  د پروفیسور حضرت صبغت الله مجددي او شهید استاد برهان الدین رباني تر مشرۍ لاندې وشوې، د سولې لپاره یې د افغانستان د دولت له خوا یو آدرس او مرکزیت رامنځ ته کړ او هغه هڅې چې په تېر یو کال کې د سولې د عالي شورا له خوا تر سره شوې، دې شورا ته یې په دهيواد په دننه او بهر کې د اعتبار وړ حیثیت وربښلی دی.

 

په دې کتنه کې جمهور رئیس ټینګار وکړ چې د سولې بهير باید د دودیزې لویې جرګې د مشورو په رڼا کې په ډېر قوت دوام ومومي او یو ملي او مخور شخص یې سرکې وټاکل شي .

 

ددې کتنې په پاى  کې پرېکړه وشوه، چې د بُن له کنفرانس وروسته به د جمهور رئیس او د سولې د عالي شورا د غړیو تر منځ بله ناسته جوړه شي او په هغې کې د سولې د عالي شورا د نوي رئیس او نورو اقدامات په باب  تصمیمونه ونیسي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته