۱۰۰ ورځې

جمهور رئېس احمدزی: د هرات ښار به په یوه ترانزيتي ښار بدل کړو

کابل – باختر د تلې د مياشتې ٢٢مه:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس ډاکټر اشرف غني احمدزي نن له غرمې مخکې د هرات ولایت له یوشمېر مخورو سره د یوه ويډیوکنفرانس له لارې خبرې وکړې.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ:
په دغه ويډيوکنفرانس کې د هرات والي او مخورو جمهور رئيس ته په ټاکنو کې د هغه د بريالیتوب مبارکي وویله او د دغه ولایت په اقتصادي او تعليمي چارو کې يې خپلې ستونزې او غوښتنې طرحه کړې.
د هرات مخورو د هرات د نړیوال هوايي ډګر، د اوسپنې د پټلۍ، د هرات د پوهنتون، د حلقوي سړک او له مرکز سره د ولسواليو د نښلوونکو سړکونو د پروژو د پشپړېدو او دغه راز د فساد پروړاندې د جدي مبارزې او ګټې اخیستنې ته د سلمابند د سپارلو غوښتنه وکړه.
په دغه ويډيو کنفرانس کې د فوايد عامې، عامې روغتیا، ترانسپورت او د نشه يي توکو پروړاندې د مبارزې د وزارتونو او د برېښنا شرکت او ځینو نورو ادارو مسوولینو د خپلو اړوندو چارو په اړه معلومات وړاندې کړل.
جمهور رئيس احمدزي د هرات له مخورو مننه وکړه چې خپلې غوښتنې او ستونزې يې له حکومت سره طرحه کړې او زیاته يې کړه چې د هرات ښار به په یوه ترانزيتي ښار بدل کړو، چې دغه مسله حکومت ته ډېره ارزښتناکه ده.
ډاکټر احمدزي د فساد پروړاندې د جدي مبارزې په برخه کې د پخوا په څېر د هرات د مخورو او مدني ټولنې رول مهم وباله.
جمهور رئيس دا هم وویل چې د سلما بند جوړول د حکومت په کاري لومړیتوبونو کې ځکه ځای لري چې دغه بند د هرات د بیارغونې یوه نښه ده. ده همداراز زیاته کړه چې د هرات پوهنتون د پروژې پاتې چارې به هم ډير ژر بشپړې شي.
جمهور رئيس احمدزي د اقتصادي چارو په وده کې د خصوصي سکټور رول مهم وباله او ويې ویل چې خصوصي سکټور د اقتصادي ودې په برخه کې د نوښت ظرفیت لري، نوځکه باید د اقتصادي چارو د پرمختګ په اړوند له دولت سره همکاري وکړي.
ډاکټر احمدزي همداراز هيله څرګنده کړه چې د هرات ولایت په آسیا کې په یوې ترانزيتي څلور لارې او ارتباطي پل بدل شي.
جمهور رئيس د دغه ویدیو کنفرانس په پای کې وویل چې مرکز به په منظمه توګه له ولایتونو سره په اړیکه کې وي او د ستونزو د حل لپاره به غونډې جوړې کړي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته