کابل/ د چنګاښ٢٨مه / باختر
جمهورريیس د هرات ولایت عمومي وضعیت د ارزونې په موخه هرات ته ورسېد.
جمهور ريیس محمد اشرف غني د هرات د عمومي او امنیتي وضعیت د ارزونې او په یاد ولایت کې مېشتو امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د لېدنې او د هغوی د قدردانۍ په موخه نن سهار هرات ولایت ته ورسېد.
جمهورريیس غني ته په خواجه عبدالله انصاري نړيوال هوایي ډګر کې د هرات ولایت ملکي او پوځي مسوولینو، قومي مشرانو، متنفذینو او استازو تود هرکلی ووایه.
د هیواد جمهورريیس به ۲۰۷ ظفر قول اردو کې د هرات والي، امنیتي مسوولینو، متنفذینو او د ملي اردو، ملي پولیسو او ملي امنیت منسوبینو سره په جلا جلا غونډو کې د هغوی غوښتنې او وړاندیزونه واوري.
\ ذ