سیاست

جنرال ظاهرعظيمي : دافغانستان پولو ته څيرمه دايران په پوځي مانورو انتقاد وکړ

کابل باخترد جدي  دمياشتې ٢١ :

دملي دفاع وزارت ويندوى جنرال محمدظاهرعظيمي  نن په يوه خبري غونډه کې راتلوونکې کال په پسرلۍ کې دنويد په نامه دپراخو عملياتو دطرحې خبرورکړ.

دباختر اطلاعاتي اژانس دخبريال دخبرله مخې په دې  خبري غونډه کې جنرال عظيمي  زياته کړه چې دغه عمليات به  دوسله والو مخالفينو له شتون څخه دبيلابيلو سيمودپاکولو په مقصد دراتلوونکې کال په پسرلۍ کې په ټول افغانستان کې پيل اوشپږمياشتې به دوام وکړي.

جنرال عظيمي وويل تراوسه پوري  دهيواد په بيلابيلو سيمو کې شل عمليات ترسره شوي دي  چې  درې عمليات يې په برياليتوب سره پاى ته رسيدلي دي .

دعظيمي دڅرگندونوله مخې  ددغو عملياتو په بهيرکې دوه څلويښت تنه وسله وال مخا لفين  وژل  شوي  او يوشمير بهرنيو اتباعو په گډون دوه سوه يو څلويښت تنه نيول شوي دي په دغو عملياتو کې دملي اردو اتلس تنه منسوبين شهيدان  او ٥٨ تنه نور ټپيان شوي دي.

دغه راز په دغو عملياتو کې درې زره شپږسوه اتنه کېلوګرامه نشه يي توکې اويوه اندازه وسلې  اومهمات هم ترلاسه  شوي دي .

ظاهرعظيمي په دې خبري کنفرانس کې هم په تطبيقاتو او يو لړمانورو باندې چې دايران له خوا دافغانستان لويديځو پولو ته څيرمه ترسره شوي و انتقاد وکړ او ويې ويل  چې دافغانستان  دملي دفاع وزارت او دبهرنيو چارو وزارت دايران  په دغه اقدام خبرنه دي .

دغه راز ده زياته کړه چې دملي اردو منسوبين دشپې له  خوا دهر راز عملياتو درهبري ځواکمنتيا لري خو داستخباراتي معلوماتواو دپوځي هليکوپترونو نشتوالې دشپې په عملياتو کې دملي اردو دمنسوبينو په وړاندې ننګو نې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته