خبرونهTOPټولنه

جوزجان کې نږدې ۴۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرېږي

کابل، د چنګاښ ۱۰ مه، باختر

د جوزجان د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو په دغه ولایت کې د څه باندې ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د دوو شبکو چارو د پیل کېدو خبر ورکړی دی.

د یاد ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس مولوي اسدالله حمزه د باختر آژانس خبریال ته ویلي چې د شبرغان ښار اړوند په ګلستان سیمه کې او د جوزجان په ۲۰۰ بستریز روغتون کې د همکارې موسسې په مالي ملاتړ په ټولیزه توګه د ۱۲ میلیونه ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د دوو شبکو چارې پیل شوې دي. 

حمزه زیاته کړې، چې په دغو شبکو کې په ترتیب سره د ۶۰ او ۸۰ مترو په ژورتیا سره د دوو څاه ګانو کیندل، کور په کور د اوبو پایپ لاین غځول او دوه د اوبو لویې ذېرمې جوړول شامل دي، چې چارې به یې د ۴ میاشتو په موده کې بشپړې شي.

باید وویل شي، چې د یادو پروژو په بشپړېدو سره د جوزجان د ګلستان سیمې شاوخوا ۴۰۰ کورنیو ته او د ۲۰۰ بستریز روغتون ۵۰۰۰ تنو ته د څښاک پاکو اوبو اسانتیاوې برابرېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته