سیاستخبرونهنړۍ

جګپوړي امریکايي ډیپلوماتان: بایډن باید د افغانستان له اسلامي امارت سره تعامل وکړي

کابل، د غبرګولي ۲۲ مه، باختر

یو شمېر جګپوړو امریکایي ډیپلوماتانو د افغانستان له اسلامي امارت سره د تعامل غوښتنه وکړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پخواني مرستیال سلاکاران پترسون، او په افغانستان کې د امریکا پخوانیو سفیرانو رونالد نیومن او راین کراکر د بایډن له حکومت څخه وغوښتل چې د اسلامي امارت په وړاندې په خپلې پالیسۍ نوې کتنه وکړي او په افغانستان کې له نوي نظام سره د تعامل لپاره په کابل کې ډيپلوماتیک حضور پیدا کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پخواني مرستیال سلاکار ان پترسون او په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر رونالد نیومن وايي، چې د طالبانو را پرځېدل به په افغانستان کې د یوې بلې کورنۍ جګړې سبب شي.

دغو دوو ډيپلوماتانو د هین په خبري سایټ کې په یوه مقاله کې لیکلي، چې د طالبانو د حکومت سقوط  د امریکا په ګټه نه ده او هېڅ داسې ډله شتون نه لري چې د هغوی ځای ونیسي ځکه د طالبانو سقوط د ګډوډۍ او د کورنۍ جګړۍ سبب کېږي او په افغانستان کې د تروریستانو د شتون لپاره فضا برابرېږي.

هغوی د اسلامي امارت ضد د ملي مقاومت جبهه ( د مقاومت کمزروې شعلې ) بللې دي چې تراوسه پورې له پوځي پلوه ځانونه نه دي ثابت کړي.

پترسون او نیو من له امریکا وغوښتل چې په افغانستان کې خپلې ګټې په بشردوستانه مرستو محدودې نه کړي او د یو شمېر نورو هېوادونو په شان د اړتیا په صورت کې په افغانستان کې غیر رسمي شتون ولري.

دغو پخوانیو امریکايي مقاماتو ټینګار کړی، چې امریکا د خپلو غوښتنو د تحقق لپاره په کندهار کې د طالبانو له مشرانو سره خبرې پیل کړي.

هغوی ویلي، چې په طالبانو د امریکا او د نورو هېوادونو فشارونه ګټور نه وو، او دغې ډلې په خپلو سیاستونو نوی نظر نه دی کړی.

په همدې حال کې په کابل کې د امریکا پخوانی سفیر راین کراکر چې امریکا د بهرنیو چارو وزارت هغه پوه او زرنګ ډيپلومات بولي له نورو دوو امریکايي ډيپلوماتانو سره ورته نظرلري.

هغه چې درې میاشتې مخکې په افغانستان کې له نوي نظام سره د هر راز اړیکو سخت مخالف و آن خبرداری یې ورکړی وو، هر هېواد چې په افغانستان کې نوی نظام په رسمیت وپېژنې امریکا باید په هغه بندیزونه ولګوي، نن یې خپله نظريه بدله کړې ده او د افغانستان له اسلامي امارت سره د بایډن د دولت په تعامل ټینګارکوي.

هغه په یوه مرکه کې ویلي، چې په افغانستان کې د امریکا نه شتون د دې سبب شوی، چې دغه هېواد د افغانستان له بدلونونو څخه دومره خبر نه وي او نور هېوادونه په افغانستان کې د امریکا د شتون له تشې څخه په استفادې سره د خپلو ګټو په لټه کې دي.

هغه هم د امریکا دولت ته لارښونه کړې، چې دغه تشه ډکه کړي او په افغانستان کې حضور پیدا کړي.

باید وویل شي چې اسلامي امارت په وار وار د امریکا په ګډون له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې  اسلامي امارت په افغانستان کې د یو واقعیت په توګه ومني او له هغه سره د تعامل لاره غوره کړي او اسلامي امارت به هم په خپل وار نړیوال کنواسینونه رعایت کړي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته