سیاستخبرونهTOP

 جینوا کې د ۲۰ هېوادونو له ډيپلوماتونو سره د افغانستان پر اقتصادي ستونزو خبرې وشوې

– کابل، د غبرګولي ۲۷ مه، باختر

د افغاني سرې میاشتې عمومي رییس جینوا کې د شاوخوا ۲۰ هېوادونو له ډیپلوماتانو، استازو او د ملي ټولنو له غړو سره وکتل.

د افغاني سرې میاشتې سرپرست رییس مولوي مطیع الحق خالص په جینوا کې د امریکا، اروپایي اتحادیې، کاناډا، ډنمارک، استرالیا او ندرلینډ په کډون د شاوخوا ۲۰ هېوادونو له دیپلوماتانو، استازو او د ملي ټولنو له غړو سره د افغانستان پر شته اقتصادي ستونزو او بشري اړتیاوو خبرې وکړې.

‏دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د شوال پر ۲۹ هم د افغاني سرې میاشتې رییس د قطر په پلازمېنه دوحه کې د جاپان، سعودي عربستان، انګلستان، فرانسې، سویډن، ایټالیا، کاناډا، مالیزیا، هالنډ او یو شمېر نورو هېوادونو له سفیرانو سره له افغانستان سره د بشري مرستو د پراختیا په موخه خبرې کړې وې.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته