سیاستخبرونه

حامدکرزى:طالبانو له جګړې لاس واخلئ او ملي تاسيسات مه ورانوئ

کابل/ د چنګاښ٢٢مه / باختر

د افغانستان پخوانی جمهور رییس حامدکرزي نن په يوه خبري غونډه کې طالبانو  ته خطاب وکړ او ويې ويل: له جګړې لاس واخلئ او ملي تاسيسات مه ورانوئ.

د باخترآژانس دخبرله مخې : حامدکرزي په خبري غونډه کې وويل:

ماتاسو طالبانو ته په وار وار د ورور خطاب وکړ او پرما ډير انتقادونه وشول او زه تاسو ته وايم چې تاسو به د څو ولسواليو په نيولو سره بريالي نشئ، نومهرباني وکړئ عامه ملکيتونه او ملي تاسيسات مه ورانوئ.

حامد کرزي دغه راز په دې خبري غونډه کې وويل ؛ دغه  تاسيسات چې  په ٢٠ کلونو کې جوړ شوي دي د بهرنيانو مال نه دى  ټول د خلکو مال دى او بايد ويجاړ        نه شي.

حامد کرزي پر طالبانو غږ وکړ چې له  جګړې او  ورور وژنې لاس واخلي  او د خبرو او مشوري له لارې خپلې ستونزې  حل کړي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته