سیاست

حامدکرزي: یو پلاوی موظف کړ چې په کونړ کې د ناټود ځواکونو د بمبارۍ وروستۍ پیښه وڅیړي

٢٧-کابل باختر دمرغومي   نهه ويشتمه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي په ولسي جرګه کې د کونړ ولایت د خلکو د استازي مولوی شهزاده شاهد په مشرۍ یو پلاوی موظف کړ چې  د کونړ ولایت د څوکۍ په ولسوالۍ کې د ناټو دځواکونو د بمبارۍ وروستۍ پیښه وڅیړي چې ویل کیږي ملکي وګړو ته  پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د رارسيدلورپوټونو او د سیمې د خلکو د ادعا له مخې چې ګویا په دې وروستیوکې د کونړ ولایت د څوکۍ په ولسوالۍ کې د ناټو دځواکونو د هوایي بمبارۍ  له امله د یوې ښځې او څلورو ماشومانو په ګډون شپږتنه ملکي وګړي شهیدان شوي دي.

جمهوررئیس، پلاوي ته دنده سپارلې ده چې دغه پیښه په  هر اړخیزه توګه  وڅیړي او د خپلو موندنو رپوټ دې د جمهوري ریاست عالي مقام ته وړاندې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته