سیاست

حامدکرزی: د افغانستان خلکو په خپلو مهمو ملي سلا مشورو سره یو ځل بیا نړیوالو ته خپل ملي وحدت ثابت کړ

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي په دودیزه لویه جرګه کې د لویې پکتیا د خلکو له استازو سره په کتنه کې وویل: د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیک تړون په باب د دویزې لویې جـرګې برخه والو په خپلو مهمو مـلي سلا مشورو سره یو ځل بیا نړیوالو ته د افغانانو ملي وحدت ثابت کړ.

د باختراطلا عاتي اژانس ته د جمهوري رياست دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتو له مخې

د هېواد جمهوررئیس په دې کتنه کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شوه، د دودیزې لویې جرګې د برخه والو سلا مشورو ته د اشارې په ترڅ کې وویل: که څه هم د دغې جرګې د جوړیدو په لاره کې ستر خنډونه پراته و، خو له نیکه مرغه د افغانستان د خلکو په معقول دریځ سره دغه جرګه جوړه او په بریالیتوب سره پای ته و رسیده.

حامدکرزي وویل: زما ستره موخه دا وه چې امریکا له افغانستان سره د یوه خپلواک هېواد په توګه عمل وکړي او د دغې مهمې ملي مسلې په اړه د هېواد خلک د افغانستان حکومت ته سلا مشوره ورکړي چې له نیکه مرغه د دغې جرګې برخه والو بیا هم نړیوالو ته دا وښودله چې افغانان په خپلو ملي مسلوکې په یو موټیتوب سره عمل کوي.

حامدکرزي وویل: د جرګې برخه والو د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیک تړون په اړوند د افغانستان ملي ګټې په پام کې ونیولې او په مقابل لوري یې ښه شرایط کیښودل چې د هغوې دغه۷۶ ماده ایزې مشورې به پلې او د یوحکم په ترڅ کې به وزارتونو او خپلواکو ادارو ته واستول شي چې د همدغو مشورو له مخې له نړیوالو سره چلند وشي.

د لویې پکتیا د خلکو استازو په بریالیتوب سره د دودیزې لویې جرګې جوړیدل په ملي او نړیواله کچه د افغانستان لپاره یوه ستره لاس ته راوړنه وبلله، وې ویل: د ملي ترکیب له مخې په دودیزه لویه جرګه کې د افغانانو ګډون، نړیوالو ته دا وښودله چې د مهمو مسلو د حل کولو لپاره د افغانستان خلک د خپل ملي یووالي له لارې په عمل لاس پورې کوي.

همدا راز په دې کتنه کې د ښځو په استازیتوب آغلې زهره احمدزۍ خبرې وکړې، ښځو ته د سمو روغتیایي او اقتصادي خدمتونو د نه شتون له امله یې خپلې اندیښنې څرګندې او د هېواد په کچه یې د ښځو د حالت د ښه والي غوښتنه وکړه.

د هېواد جمهوررئیس په دې کتنه کې د عامې روغتیا، لوړو زده کړو، سړکونو، د اوبو او برښنا په برخه کې د خوست، پکتیا، پکتیکا اود لوګر ولایتونو د خلکو سیمه ایزې ستونزې او غوښتنې وڅیړلې او په دولتي اداروکې یې د دغو ولایتونو د کادرونو د ځای پرځای کولو په باب هغوی ته ډاډ ورکړ.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته