سیاست

حامدکرزی: له امریکا سره د ستراتیژیک تړون په باب چې کومې خبرې کیږي، د جرګې مشورې به یې بنسټ وي

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي په دودیزه لویه جرګه کې د ختیځ زون د ولایتونو د خلکو له استازو سره په کتنه کې وویل: له امریکا سره د ستراتیژیک تړون په باب چې کومې خبرې کیږي، د جرګې مشورې به یې بنسټ وي.

د باختراطلا عاتي اژانس ته د جمهوري رياست دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتو له مخې

د هېواد جمهوررئیس په دې کتنه کې چې نن غرمه په ارګ کې ترسره شوه، په دودیزه لویه جرګه کې د افغانستان د خلکو د ملي وحدت د تمثیل له امله خوښي څرګنده کړه، وې ویل: دا ځل دغې جرګې ته د افغانستان خلکو د پخوا په پرتله په ډیر د قت سره خپل استازي رالیږلي و چې له نیکه مرغه هغوی هم د امریکا په متحده ایالاتو د افغانستان د ملي ګټو په رڼا کې ښه شرایط کیښودل.

د هېواد جمهوررئیس وویل: له نړیوالو سره د ستراتیژیکو همکاریو په اړوند به هیڅ موضوع دافغانستان دخلکو له مشورې پرته ترسره نه شي. ده، وویل: که چیرى په دې اړه بیا مشورې ته اړتیا پیدا شي، جرګه به راوغواړو او بیا به د افغانستان خلک حکومت ته خپله مشوره ورکړي.

د ختیځ زون د ولایتونو د خلکو استازو له امریکا سره د ستراتیژیکو همکاریو په باب جوړه شوې دودیزه لویه جرګه د افغانستان د خلکو د ارادې ممثله وبلله او وې ویل:دغې جرګې یو ځل بیا نړیوالو ته دا ثابته کړه چې افغانان په ملي او نړیواله کچه د تصمیم نیولو توان لري او کولای شي پخپله ډیرې مهمې مسلې حل کړي.

په دې کتنه کې وینا والو د ختیځ زون په کچه د روغتیا، پوهنې، لوړو زده کړو، برښنا، سړکونو او د اوبو د بندونو په برخه کې خپلې سیمه ایزې ستونزې بیان او د دغه زون په اړوندو ولایتونو ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان کې یې د بنسټیزو پروژو د پراختیا غوښتنه وکړه.

حامدکرزي د ختیځ زون د خلکو ستونزې او غوښتنې پرځای وبللې، ډاډ یې څرګند کړ چې د دوی د ستونزو او غوښتنو هرې برخې ته به په خپل وخت پاملرنه وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته