سیاستخبرونهټولنه

حج او اوقافو وزارت د افغان حاجیانو لپاره د زیاتو آسانتیاوو غوښتنه وکړه

کابل د وري٣١مه باختر      

د ارشاد حج او اوقافو وزارت سرپرست د سعودي عربستان د سفير له مرستیال سره په کتنه کې افغان حاجیانو ته د زیاتو آسانتیاوو غوښتنه وکړه.

د ارشاد حج او اوقافو وزارت نن باختر آژانس ته د يوې خبرپاڼې په  لېږلو سره  ليکلي دي:

د افغانستان د اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست په کابل کې  د سعودي عربستان د سفیر له مرستيال بدر ابراهیم مجول العتیبي سره وکتل.

په دې کتنه کې د ارشاد حج او اوقافو وزارت سرپرست په  بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره د سعودي عربستان د مرستو قدرداني وکړه او دغه هېواد ته يې د حج  او زيارت په برخو کې د دغه هېواد د مرستو د دوام او پراختيا غوښتنه وکړه.

نوموړي وویل: د افغانستان اسلامي امارت د اسلامي نظام ترسیوري لاندې ولس ته د خدمتونو په وړاندې کولو کې صادقانه ګامونه  پورته کړي او له ټولو هېوادونو په ځانګړې توګه له اسلامي هېوادونو سره د ډیپلوماتیکو اړیکو غوښتنه کوي.

هغه د حج د راتلونکو پړاوونو لپاره د عملي اقدام هرکلى وکړ او د سفير له مرستيال څخه يې وغوښتل چې د افغان حاجيانو لپاره د زياتو اسانتياوو او تمويل زمينه برابره کړي.

د سعودي عربستان د سفيرمرستيال په افغانستان کې د اسلامي امارت په مشرۍ د رامنځته شوي ډاډمن امنیت ستاينه وکړه او ويې ويل: هېواد به يې له افغانستان سره په ځانګړې توګه د حج او اوقافو له وزارت سره خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته