خبرونهټولنهTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

حج يو ستر معنوي حرکت، عرفات او مِنا په دې ملکوتي سفر کې دوه ارزښتناکه مفاهیم دي

کابل، د چنګاښ١٦مه، باختر
سبا د جمعې ورځ د ذوالحجة الحرام نهمه د عرفات ورځ او د حج د مراسمو پيل دی، د دې ترڅنګ د نړۍ مسلمانان خپل لوى اختر نمانځي.
د باختر آژانس مبصر ليکي؛ سبا د عرفات ورځ او د حج د مراسمو پيل دى، حج يو ستر معنوي حرکت دى، په دې ملکوتي سفر کې عرفات او منا د حج په مراسمو کې دوه مقدس او ارزښتناکه مفهومونه لري.
عرفات د شناخت او ځان پېژندنې يوه برخه ده، د عرفات فلسفه د آدم (ع) د رسالت له وخت څخه پيل شوې او د حضرت محمد (ص) په رسالت سره په پراخ ډول مسلمانانو ته لېږدول شوې ده، د حج په مراسمو کې د عرفات وقف حاجيانو ته دا امکان ورکوي چې ځانته ځير شي او خپل حالت او کارونه محاسبه کړي، که چېرې په خپل ځان کې يې کومه خطا وليده په حقيقي ډول توبه وکړي او تصميم ونيسي چې نوره ګناه ونه کړي او ځان تل له شيطان څخه لرې وساتي، په دې ترتيب خپل نظري او عملي شناخت د عرفات د فضل په مدرسه کې بشپړوي، د دې ترڅنګ نېکمرغه لوى اختر د يوې سترې آزموينې يادونه ده چې حضرت ابراهيم (ع) له دې آزمويني سر لوړى ووت، لوى اختر د مسلمانانو له سترو اخترونو څخه دى او د معبود د رضا په لاره کې د ابراهيم د فداکارۍ او سرښندنې او د مينې په قربان ګاه کې د اسماعيل د تسليمي او ايمان يادونه ده.
لوى اختر د حضرت ابراهيم (ع) مينه او هوډ او د هغه د ګران بچی اسماعيل ذبيح الله مينه د خداى (ج) په لاره کې په اثبات رسوي چې د خداى په لاره کې د ځان تېرېدنې او جاويدانه درس او د يکتا ذات د اوامرو تحقق دى.
د حج د مراسمو په ترسره کولو او د لوی اختر په نمانځلو سره، موږ په حقیقت کې د ابراهیم او اسماعیل(ع) د مینې او قربانۍ سره تړاو لرو چې موږ له رحیم او صمد ذات سره وصلوي.
د بشريت د ژوند تګلوري ښودلې، چې له خدای څخه لرې کېدل او مادياتو ته ارزښت ورکول د دې سبب شوي، چې د بشر ژوند له ناوړو بدلونونو او له بيوزلۍ او ذلت سره مخ شي، د دغه شان يو ناوړه ژوند پايله له خوارۍ او بېوزلۍ پرته بل څه نه دي، په داسې حال کې چې رحيم ذات د انبياوو په وجود او د خپل پاک کلام په نازلولو سره تل بشريت ښه والي، امين والي، عاطفي او رحم، د يو او بل لاس نيوى، د علم او پوهې زده کړې او د الاهي نعمتونو څخه ګټې اخيستنې ته امر کړى دى، د انبياوو په تېره بيا د اسلام د ستر پيغمبر ژوند د همدغو لارښونو پر بنسټ جوړ شوى و، په عرفاتو کې وقف او د نېکمرغه لوى اختر نمانځل د الله (ج) پر وړاندې د ژمنې نوي کول دي، يو فرصت دى چې موږ ځان محاکمه کړو چې د الله (ج) او د هغه له بنده ګانو سره مو څه مرسته کړې ده.
\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته