فرهنګ

حسينه ساپۍ: فرهنګ د ټولنې د ملي هويت منعکس کوونکى دى

کابل/ د ليندۍ٢١مه/ باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ د اندونيزيا د پوهنې او فرهنګ له وزير سره په  کتنه کې، فرهنګ د ملتونو د اړيکو د پراختيا د تامين لپاره مهم شاخص وباله.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې د فرهنګ او هنر، ګرځندوى، خپرونو او ځوانانو په برخوکې د دوه اړخيزو تفاهم ليکونو پر لاسليک ټينګار وکړ چې له دې لارې په دغو برخوکې ځوانانو ته د لوړو زده کړو زمينه برابره شي.
وروسته د اندونيزيا د پوهنې او فرهنګ وزير په خپلو خبروکې افغانستان ته د روزنيزو   پروګرامونو او تحصيلي بورسونو په اړه معلومات ورکړل او زياته يې کړه چې اندونيزيا له دوو لسيزو را په دېخوا افغان ځوانانو ته د زده کړې زمينه برابره کړې ده او په راتلونکي کې به هم دغه بهير دوام ولري.
هغه همدارنګه د دواړو هېوادونو د پوهنتونونو ترمنځ د کتابتونونو د بډاينې پر طرحې خبرې وکړې او هم په سيمه کې یې د فرهنګي موضوعګانو په اړه د بحث او خبرو اترو په خاطر د وزيرانو په کچه د فرهنګي ساختار د جوړولو په اړوند خبرې وکړې.
د هېواد د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ د خپلو خبرو په دوام د اندونيزيا د پوهنې او فرهنګ وزير له خوا د کتابتونونو د بډاينې طرحه مهمه وبلله او زياته يې کړه: افغانستان له جګړې وروسته په بېلابېلو برخوکې د ودې او پراختيا غوښتنه کوي او د دغه شان غونډو جوړول د اړيکو د ودې او پراختيا په خاطر يو مهم ګام دی. نن افغانستان مستعد او د زده کړې خاوند ځوانان لري او د افغانستان پر راتلوونکي د هغوى رول اغېزمن دى.
په پاى کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې د افغانستان او اندونيزيا د دوستۍ د ٦٦ مې کاليزې په مناسبت د فرهنګي اوونۍ د جوړولو يادونه وکړه چې له دې لارې به د دواړو هېوادونو فرهنګيان او هنرمندان زيات فرهنګي پروګرامونه ترسره کړي.
هغې دغه راز په بېلابېلو برخو کې د افغانستان له حکومت سره د اندونيزيا جمهوريت د هر اړخيزو همکاريو مننه وکړه او د دغو همکاريو پر زياتې پياوړتيا يې ټينګار وکړ.
پاىج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته