اقتصاد

په هلمند کې دڅلويښتو عمراني پروژو تړون لاسليک شو .

کابل باختر دسلواغي څوارلسمه

  دڅلويښتو عمراني پروژو د جوړولو کار پرون په هلمند ولايت کې پيل شو .

 دسيمه ئيزو چارواکو دڅرګندونو له مخې په دغو پروژو کې دکليو پرمختيا ، دروغتيايي ، کرنيزو او پوهنې دمرکزونو  جوړول او پياوړتيا او داوبو لګولو پروګرامونه شامل دي .

 دولسواليو دپرمختيا پروګرام  ددغو پروژو لپاره  نهه مليونه ډالره بيل کړي دي .

 دهلمند والي ګلاب منګل ددغه تړون دلاسليک کولو په وخت کې  وويل ددغو عمراني  پروژو تطبيقول دکليو  په پرمختيا  او دخلکو په ځواکمني  کې اغيزناک  رول لري .

 دهلمند  والي دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل، هغوى به ددغو پروژو په کار کې دکيفيت څرنګوالي ته پاملرنه وکړي .

 ويل کيږي  دغه پروژې  دخلکو دغوښتنې او اړتياو له مخې ټاکل شوى دى . دهلمند دبيا جوړونې دولايتي ټيم  مسوول ددغه تفاهم ليک دلاسليک کولو په مراسمو کې  اعلام وکړ چې هغوى ددغه ولايت په بياجوړونه کې  دغه راز ژمن دي اوپه دې برخه کې  به خپلو مرستو ته دوام ورکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته