سیاستTOP

حمد الله محب : طالبان په خپلو ژمنو کې ازاد او خپلواک نه دي

– کابل / د سلواغې ۲۶ مه / باختر
د جمهوري رياست د ملي امنيت د شورا سلاکار ډاکتر حمد الله محب پرون په يوه خبري غونډه کې وويل: د طالبانوډله خپلواکه نه ده او په افغانستان کې هيڅکله له سولې سره علاقمندي نه لري او په مطلق ډول واک غواړي.
د باختراژانس خبريال دخبرله مخې ؛ په دې خبري غونډه کې چې د ملي امنيت لوى رييس احمد ضيا سراج او د ملي دفاع وزارت لومړى مرستيال شاه محمود مياخيل هم حاضر و د ملي امنيت شورا سلاکار دغه راز وويل: موږ د دايمي سولې او ثبات غوښتونکي يو،او سولې ته د رسېدو لپاره مو هغه کارونه چې لازم وو ترسره کړل؛ خو مقابل لوري يعني طالبان د تاوتريخوالي د کمښت لپاره خپلو ژمنو ته وفادار نه دي .
حمد الله محب څرګنده کړه: موږ د بشپړاوربند پلویان یو چې تاوتريخوالي کم شی؛ خو ولېدل شول چې  طالبانو د خلکو اودولت پرخلاف تاوتريخوالو ته زور ورکړ.
په تېره بيا په ژمي کې يې تاوتريخوالي په سلوکې سل زيات کړي دي .
حمد الله محب زياته کړه: سره له دې چې دولت سولې اوثبات ته د رسېدو لپاره د طالبانو څه د پاسه ٥ زره بنديان ازاد کړل اوس د نورو ٧ زره طالب بنديانو په اړه خبرې زياتې شوي دي.
د ملي امنيت د شورا سلاکار د څرګندونوله مخې ؛ طالبانو د خپلو ٥ زره بنديانو په خلاصون سره خپل تاوتريخوالی ته دوام ورکړاو د دغې ډلې د نورو ٧٠٠٠ بنديانو په خلاصون سره د سولې په بهير او د تاوتريخوالي په کمښت کې کومه خوشبيني نه لېدل کېږي او نړيوالوته هم ثابته شوې ده چې د طالبانوډله په خپلو ژمنوکې ازاده اوخپلواکه نه ده .
د ملي امنيت شورا سلاکار د چسپکي ماينونوله پلوه د خلکو د انديښنوپه اړه وويل په وروستيو ورځو کې امنيتي ځواکونو د مقناطيسي ماينونو د شبکو په نيولو کې برياليتوبونه درلودل او دولت هم د دغو شبکو په مخنيوي کې يولړ پروګرامونه عملي کوي.
په دې خبري غونډه کې د ملي امنيت لوى رييس هم په هېواد کې د تروريستي شبکو د نيولو خبر ورکړ او ويې ويل د تېرې يوې اوونۍ په بهير کې ٢٢٤ تنه د جرمي فعاليتونو په اړوند نيول شوي دي چې له دې جملې څخه ١٣٠ تنه په تروريستي جرمونو کې لاس لري .
د ملي امنيت لوى رييس ټينګار وکړ تروريستي ډلې چې مرکزيت يې د طالبانو ډله ده اودهغه په شاوخوا کې د داعش ډله او نورې تروريستي ډلې شتون لري زياتره نيول شوي کسان د طالبانو د ډلې غړي دي .
د ملي امنيت لوى رييس دغه راز د يوې شبکې دغړو د نيولو خبرورکړ چې د کابل په ځينوسيموکې یې راکټي بريدونه کړي و .
د دغې قضيې جزئيات به په راتلونکې کې له خلکو سره شريک شي.
په دې خبري غونډه کې د ملي دفاع وزارت لومړى مرستيال دغزني ولايت په ده يک ولسوالۍ کې د دفاعي ځواکونو عملياتوته اشاره وکړه اوويې ويل : په دغوعملياتوکې ٢٢ تروريستان ووژل شول چې په وژل شويو کسانوکې ٦  عربان ، دوه  تاجکستانيان او ٧  پاکستانيان هم شامل دي او يوه اندازه مهمات او چاوديدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي.
داپه داسې حال کې ده چې د هېواد په تېره بيا د کابل ښار امنيتي حالت په تېرو اوونيوکې خراب و او دغه ښار د مقناطيسي ماينونود چاودنواو د هدفمندو ترورونو ډګر و .
ختم_ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته