ټولنه

خبرتيا

کابل / د لړم٢٩/ باختر:
د کابل دترافيکو لوى مديريت خبرتيا
يو ٣٨ کلن سړى چې هويت يې تراوسه پورې معلوم نه دى، جګرې جامې لري د حربي پوهنتون په سيمه کې په يوه ترافيکي پېښه کې وفات شوى او مړي يې د ساتنې په مقصد دعدلي طب د خدمتونو رياست ته لېږدول شوى دى، خپلوان يې کولاى شي د هغه مړى له دغه رياست څخه تسليم شي او د زياتو معلوماتو په خاطر دې په دهمزنک ګې د کابل ترافيکو لوى مديريت د پېښو د څيړنې آمريت ته مراجعه وکړي او يا دې له ٠٢٠٢٥٠٣٧١١ شمېرې سره اړيکه ونيسي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته