کابل/ د غوايي٢٧مه/ باختر
د کابل د ترافيکو لوې مديريت خبرتيا
يو٣٥ کلن سړی چې هويت يې تثبيت شوى نه دى سپينې جامې اوجګري رنګه خط داره واسکټ يې پر تن دى د روان کال د غوايي د مياشتې په ٢٧ مه د خيرخانې مينې غاښي د کاريز سړک په سيمه کې په يوه ترافيکي پېښه کې مړ شوى او مړى يې د ساتنې په موخه د عدلي طب د خدمتونو رياست ته ليږدول شوى دى.
د ده خپلوان کولاى شي چې مړى یې د عدلي طب د خدمتونو له رياست څخه ترلاسه کړي.
د زياتو معلوماتو په موخه دې په دهمزنګ کې د کابل ترافيکو لوى مديريت د پيښو د څېړنې مديريت ته ورشي او يا دې له(٠٢٠٢٥٠٣٧١١) شميرې سره اړيکه ونيسي.
| ذ