اعلامیه

خبرتیا

څرنګه چې خبر یاست د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د افغانستان اسلامي امارت د رئیس الوزرا د حکم پر بنسټ خپل فعالیتونه پیل کړي او د چاپېریالي مسایلو په تړاو د قدرمنو هیوادوالو په چوپړ کې ده.

په دغو وروستیو کې لیدل کېږي چې یو شمېر خلک له وخته په ګټې اخیستو سره په هېواد کې ځنګلونه، طبي بوټي، وحشي ژوي، الوتونکي او کبان په بې رحمانه توګه ښکار کوي چې یاد عمل د راتلونکو نسلونو په حق کې ظلم او د ملي شتمنیو پر وړاندې ستر ګواښ بلل کیږي.
له همدې کبله د چاپېریال ساتنې ملي اداره له ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو، استختباراتو لوی ریاست، خصوصي سکتور او ټولو هېوادوالو څخه په هیله کوي چې د ځنګلونو او وحشي ژوو په ساتنه او د ساتل شویو او شنو سیمو د تخریب په مخنیوي کې همکاري وکړيچې په ګډه وکولای شو د هېواد ملي شتمني په سمه توګه خوندي او خپله دیني او ایماني دنده ترسره کړو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته