اعلامیه

خبرتیا

کابل / د کب ۲۹ مه / باختر

د ملي دفاع پوهنتون د پوځي ملي اکاډمۍ زده کړیالانو او د هندوستان او روسیې د بورسیو فارغانو ته خبر ورکول کېږي چې د ملي دفاع وزارت د مشرتابه له لارښوونې سره سم، د ۱۴۰۱ کال د وري د میاشتې په ۶ مه نېټه د شنبې په ورځ سهار اته بجې د درسونو پیل او ارتقا لپاره د ملي دفاع پوهنتون د پوځي ملي اکاډمۍ قومندانۍ ته حاضر شي.

همدا راز د حربي ښوونځي ټولو زده کړیالانو ته خبر ورکول کېږي چې د ملي دفاع وزارت مشرتابه له لارښوونې سره سم د ۱۴۰۱ کال د وري د میاشتې په ۶ مه نېټه د شنبې په ورځ سهار اته بجې  د درسونو پیل او ارتقا لپاره حربي ښوونځي قومندانۍ ته حاضر شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته