کابل باختر د ثور ٢٦
دبلخ دښوونې او روزنې دپوهنځي اودښوونکو دروزنې دعالي موسسې له اتيا تنو فارغانو څخه نن اختصاصي ازموينه واخستل شوه .
دبلخ ولايت دپوهنې رييس قيس مهر ائين باختر اژانس ته وويل دغو فارغانو دپښتو ، فزيک او رياضي په څانګو کې د مختلط هئيت تر نظر لاندې اختصاصي ازموينه ورکړه .
يوه مياشتې مخکې هم له دوه زره درې سوه تنو ښوونکو څخه اختصاصي ازموينه اخستل شوې وه .