ټولنه

خوستیانو د تېري پای ته رسېدو ورځ ونمانځله

کابل / د وږي ۹مه / باختر
په خوست کې زیات شمېر خلکو د دغه ولایت په سرګردان څلورلارې کې د تېري پای ته رسېدو ورځ په خوښۍ ونمانځله.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې د خوست والي مولوي محمد نبي عمري وویل چې مجاهدینو په سرښندنو او قربانیو هېواد له تېري خلاص کړ او یو ستر زبرځواک ماتې وخوړه.
هغه زیاته کړه چې امریکایانو تل افغانانو ته په ټېټه سترګه کتل؛ خو امارت او هېوادوال بریالي شول چې هېواد له دوی خلاص کړي.
هغه ټینګار وکړ چې هر افغان باید د هېواد د آبادۍ لپاره په ګډه او یووالي سره کار وکړي او یو بل ته لاس ورکړي.
په همدې حال کې د خوست مرستیال محمد الدین شاه محبت د افغانستان غیور ولس ته د بریا مبارکي ورکړه او یاده ورځ یې د افغانانو لپاره له ویاړه ډکه وبلله.
محبت ولسونو ته ډاډ ورکړ چې ټول د افغانستان اسلامي امارت تر چتر لاندې خوندي دي او په سوله کې ژوند وکړئ.
د دعوت او ارشاد کمېسیون رییس مولوي سید جمال وویل چې د افغانستان پاکه خاوره پاک اسلامي قانون ته اړتیا لري او په دې برخه کې به ټول یو ځای ابادۍ او سوکالۍ لپاره کار کوي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه ۱۲ بجې له افغانستانه د امريکايي پوځيانو وروستۍ سرتېري وتلي دي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته