امنیت

خوستیانو د لغمان د پخواني والي د خوشې کولو غوښتنه وکړه

کابل / د وږي ۶ مه / باختر
د خوست د لکڼو سیمې قومي مشرانو، دیني عالمانو او ځوانانو په دغه ولایت کې د اسلامي امارت له والي محمد نبي عمري څخه د لغمان د پخواني والي عبدالولي واحدزي په خوشې کولو کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
دوی وویل چې د لکڼو ولسونه چمتو دي چې له اسلامي امارت سره یوځای د هېواد په آبادۍ او یووالي کې خپل مسوولیت ادا کړي.
په همدې حال کې د خوست والي محمد نبي عمري وویل چې د لکڼو سیمې قومي مشرانو، دیني عالمانو او ځوانانو تل د اسلامي امارت سره په سختو شپو ورځو کې همکاري کړې او لا هم اړتیا ده چې خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.
هغه د لکڼو سیمې ولسونو ته ډاډ ورکړ چې د لغمان د پخواني والي موضوع به د اسلامي امارت له مشرانو سره شریکه کړي او ډېر ژر به یې په اړه اقدام وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته