امنیت

په کونړکې د ماين د چاودنې له امله دوه تنه ملکي وګړي شهيدان او دوه تنه نور ټپيان شول

کابل – باختر دزمري دمياشتې ٣
دکونړ ولايت د دانګام ولسوالۍ په واټ کې تېره شپه د ښخ کړى شوى ماين د چاودنې له امله دوه تنه ملکي وګړي شهيدان او دوه تنه نوريې ټپيان شول .
دکونړ ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخيل د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه چاودنه نن د کونړ ولايت د دانګام ولسوالۍ په مربوطاتوکې هغه وخت وشوه چې د ملکي وګړو د سپرلۍ يوه سراچه ډوله موټر کله چې له ساحې څخه تيريده؛ په واټ کې په ښخ کړى شوي ماين وخوت او له امله يې دوه تنه ملکي وګړي شهيدان او دوه تنه نوريې ټپيان شول .
ده زياته کړه: د پيښې ټپيان د اسعدآباد ملکي روغتون ته ليږل شوي او د روغتون دمسوولينو دڅرګندونو له مخې، د ټپيانو حالت خراب دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته