![Khost](http://www.bakhtarnews.af/wp-content/uploads/2024/06/khost-720x470.png)
کابل چنګاښ ۹مه، باختر
د خوست ځايي مسوولینو په دغه ولایت کې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د اداري کمپلکس عمومي دروازې د چارو د بشپړېدو خبرو ورکړی دی.
د خوست والي الحاج ملا بسم الله عبدالله باختر اژانس خبریال ته ویلي، چې د خوست ولایت د اداري کمپلکس عمومي دروازه د ۲میلیونه ۳۰۰ زره افغانیو په لګښت جوړه او د مراجعینو او ټرانسپورتي وسایلو پر مخ پرانیستل شوې ده.
یاده دروازه، چې په عصري او معیاري بڼه جوړه شوې، د ښځینه او نارینه ځانګړي تلاشۍ ځایونه، د ساتونکو خونې، د رڼا سیسټم او سرسبزۍ ځانګړې برخې لري.