![Ps202407018](http://www.bakhtarnews.af/wp-content/uploads/2024/07/PS202407018-720x470.png)
کابل، د چنګاښ ۱۱مه، باختر
د خوست د فوټبال فدراسیون مسوولینو د دغه ولایت د مرکز اړوند متون ښار کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیاليو د پیل کېدو خبر ورکړی دی.
د دغه ولایت د فوټبال فدراسيون مشر ريبار هڅاند د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د یاد ولايت د مرکز اړوند متون ښار کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوي، چې د پنزایې وحدت او نبي ورغه کلي لوبډلو ترمنځ لومړنۍ لوبه د کوم ګول وهلو پرته مساوي پای ته ورسېده.
د يادونې وړ ده چې دغه سیالۍ به نېږدې یوه نیمه میاشت دوام وکړي چې او لوبو نندارې ته به یې هره ورځ سل ګونه مینه وال ورځي.