خبرونهاقتصادټولنهTOPروغتیا

خیرخواه: اسلامي امارت  په هېواد کې له پانګه والو سره بشپړه همکاري کوي

کابل / د سلواغې ۱۳ مه / باختر

د اطلاعات او فرهنګ وزارت سرپرست ملا خير الله خير خواه قندهار ته په سفر کې د “سنو فارما” د درمل جوړونې فابریکه  وکته او ترڅنګ یې په یاده فابریکه کې له قندهاري سوداګرو او پانګه والو سره هم وکتل.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې د اطلاعات او فرهنګ وزارت سرپرست په قندهار کې د درمل جوړونې د معیاري فابرېکې موجودیت د ټولو هېوادوالو لپاره د وياړ ځای یاد کړ او هیله یې څرګنده کړه چې د “سنوفارما” د درملو فابریکه به تر ډېره د هېواد په کچه د درملو ستونزه حل کړي او د وخت په تېرېدو سره به یې تولید شوي درمل  نورو هېوادونو ته ورسېږي.

په همدې حال کې سوداګرو د اطلاعات او فرهنګ وزارت له سرپرست سره د پانګونې او سوداګرۍ په برخه کې د ځينو ستونزو او اندېښنو په شریکولو سره وویل چې د منظمې برېښنا نشتون یو لویه ستونزه ده چې د تولیدي فابرېکو د کار کولو مخه یې ډپ کړې ده.

دوی د یادې ستونزې حل او ځینو نورو برخو کې د لازمو اسانتیاوو په برابرولو کې له اسلامي امارت څخه د بشپړې همکارۍ غوښتنه وکړه.

په ورته وخت کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ملا خير الله خير خواه سوداګرو او پانګه والو ته د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ او له ټولو سوداګرو او پانګه والو څخه یې مننه وکړه، چې په هېواد کې دننه یې له سختو حالاتو سره سره بیا هم پانګونه کوي.

خیرخواه وویل چې اسلامي امارت به سوداګرو ته د اسانتياوو په برابرولو کې د امکان تر حده  همکاري کوي.

هغه سوداګر او پانګه وال وهڅول چې په هېواد کې دننه په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي او خپل ولس ته خدمت وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر ملا خیرالله خیر خواه تېره اوونۍ قندهار ته په سفر تللی او د دغه سفر په ترڅ کې یې له ولسونو، سوداګرو، پانګه والو، قومي مشرانو، مخورو او د ولایتي ادارې له یو شمېر مسوولینو سره کتلي، د دوی ستونزې یې اورېدلي او د حل په برخه کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته