امنیت

د کابل د ګارنيزيون قوماندان په پايتخت کې د امنيت د تامينولو ډاډ ورکړ

کابل / باختر د تلې  د مياشتې  ١٥  :
د کابل د ګارنيزيون قوماندان د کابل اوسيدونکو ته د پايتخت د امنيت د تامينولو ډاډ ورکړ .
جنرال عبدالرحمان رحمان چې نن يې په کابل کې په يوه خبري غونډه کې خبرې کولې؛ څرګنده کړه چې د پايتخت اوسيدونکي بايد په راتلوونکې کې د امنيت د تامينولو د څرنګوالي  په باب انديښنه ونلري.
ددغه امنيتي مقام څرګندونې په داسې حال کې کيږي چې د هېواد په ځينو برخو او په تېره بيا په کندزکې وروستۍ پيښۍ دکابل اوسيدونکي انديښمن کړي دي چې پايتخت هم د کندز ښار په شان پيښو سره مخامخ نه شي.
ده د کابل د امنيت د تامينولو دڅرنګوالي او دپايتخت په باب د امنيتي مرکزونو
دپروګرامونو په اړوند د باختر آژانس د خبريال د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل:  تدبيرنه جدي دي؛ کومه ستونزه نشته. ريزرفي ځواکونه په کابل او دهغه په شاوخوا کې شته او له هر راز ګواښ سره د مقابلې وس لري.
ده ټينګار وکړ: د امنيتي ځواکونو وروستۍ شتمني د هغوى ځان او وينه ده او د هېواد او پايتخت اوسيدونکي پوه شي چې امنيتي ځواکونه به د ملي ارزښتونو د ساتنې په لاره کې له خپلو دغو شتمنيو څخه ډډه ونه کړي.
جنرال رحمان وويل چې دوى د کابل د امنيت د تامينولو په مقصد په تدبير سره  عمل کوي او د هغوکسانو د پيژندلو په لاره کې چې د امنيت د ګډوډولو نيت يې درلود؛ ښه برياليتوبونه لري.
ده د کابل ښاريانو ته ډاډ ورکړ چې په آرامۍ سره دې خپل ژوند ته دوام ورکړي او  د کومې ستونزې د رامنځته کيدو او يا له مشکوکو وسايل او اشخاصو سره  د مخامخ کيدو په صورت کې دې د ګارنيزيون له ٠٧٧٠١٨٩٩٥٥_  ٠٢٠٢٣١١٢٧٢_  ٠٢٠٢٣١١٨٨ او١٠٠ او  ١١٩ شمېرې ټيلفونونو سره دې اړيکه ونيسي.
جنرال رحمان دغه راز وويل چې د تلې د مياشتې له ديارلسمې نيټې څخه د کابل ولايت او ښار په کچه ځانګړي امنيتي پروګرامونه ترلاس لاندې نيول شوي دي چې د پايتخت د امنيت د تامينولو لپاره ګټور دي.
ده وويل چې ددغه پروګرام د جزئياتو په باب به وروسته خبرې وکړي، خوبيا هم ده ومنله چې د کابل امنيت کله ناکله دګاونډيو ولايتونوله خوا له ستونزې سره مخامخ کيږي.
د کابل د ګارنيزيون قوماندان دغه څرګندونې چې ګنې وسله وال مخالفين او تروريستان دکابل د استوګنې په يوشمېر کورونوکې ځاى پرځاى شوي دي؛ يوه آوازه وبلله او هغه يې رد کړه.
ده دغه راز د کابل د ګارنيزيون د جوړولو د اړتيا په باب خبرې وکړې اوټينګار يې وکړ چې د کابل کارنيزيون له اړوندو ارګانونو سره د پايتخت امنيتي چارې  همغږې کوي.             

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته