ورزش

داتفاق دفوټبال ټيم لومړۍ مقام وګاټه

داتفاق دفوټبال ټيم دارزګان دفوټبال د غوره ټيمونو دسياليو لومړۍ مقام وګاټه .

دارزګان ولايت ورزشي آمر ډاکتر روح الله الماس دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل په هغې لوبه کې چې پرون مازيګر داتفاق او افغان ټيمونو ترمنځ ترسره شوه داتفاق ټيم وکولاي شول چې دصفر په مقابل کې په دوو سره دافغان ټيم ته ماتې ورکړې او لومړۍ مقام وګټي دغه راز دافغان او ميوند ټيمونو دويم او دريم مقامونه ترلاسه کړل .

دغه سيالۍ دفوټبال دڅوارلسو ټيمونو ترمنځ په دغه ولايت کې پيل شوي وې او اته ويشت ورځې يې دوام وکړ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته