ورزش

داتفاق ټيم داستقلال په ټيم بريالي شو

دهرات ولايت دفوټبال دغوره ليک سياليو پرون مازيګر داتفاق اواستقلال دټيمونو ترمنځ په لوبي سره دوام وکړ دهرات ولايت دورزشي امريت مرستيال ضيا الحق دباختر اطلاعاتي ااژنس ته وويل په دې لوبه کې داتفاق ټيم دصفر په مقابل کې په دريو سره داستقلال ټيم ته ماتې ورکړه .

دده د څرګندونو له مخې دغه سيالۍ داتو ټيمونو ترمنځ په دغه ولايت کې پيل شوي وې داتفاق ټيم وکولاي شول دنهه ويشتو امتيازونو په ترلاسه کولو سره دنتيجو دجدول په سرکې ځاى ونيسې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته