اقتصاد

داروپا اتحاديه دافغانستان له وچکالي ځپلو سيمو سره ديو نيم مليون يورو مرسته کوي

داروپا د اتحاد اجرائيوي کميسيون پرون دافغانستان له هغو سيمو سره ديو نيم مليون يورو مرستي ژمنه وکړه چې له سختي وچکالي سره مخامخي دي .

دباختر اطلاعاتي اژانس دازادي راډيو دانترنتي سايت څرګندونو له مخې خبر راکړ داروپا اتحاديه به دغير دولتي موسسو له لاري دافغانستان له وچکالي ځپلو سيمو سره مرسته وکړې .

داروپا اتحاديې دغه ديو نيم مليون يورو مرسته به يا دخوراکي موادو دمرستي په توګه اويا دخوړو په مقابل کې دکار په بڼه ددغو سيمو خلکو ته ورکړي شي
درارسيدلو خبرونو له مخې له بدخشان څخه نيولي تر فارياب پورې دافغانستان څه ناڅه څوارلس ولايتونه له سختي وچکالي سره مخامخ دي .

په همدي حال کې يو شمير نړيوالو موسسو په دې وروستيو وختو کې خبر داري ورکړي دي چې په افغانستان کې وچکاليو ته په پاملرني سره په دغه هيواد کې څه ناڅه درې مليونه وګړي دخوار ځواکې او بيلابيلو ناروغيو له امله له خطر سره مخامخ دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته