امنیت

امريکا : دافغانستان دهوايي پوځ لپاره دنهه شپيتو مليونو ډالرو قرارداد بشپړ شوى دى .

خبري منابع  باختر دوږي  دولسمه :
دامريکا ددفاع وزارت مقاماتو دافغانستان دهوايي پوځ دپياوړتيا په موخه دڅه دپاسه نهه شپيتو مليونو ډالرو قرارداد د بشپړيدو خبر ورکړ .
باختراژانس دازادي راډيو له خولې خبر راکړ دامريکا ددفاع وزارت په هغه ليک کې چې پرون خپور شو ويل شوي دي چې دتکزاس  ايالت په فورت ورت کې له يوشرکت سره دنهه شپيته  مليونو درې سوه اته شپيتو زرو ډالرو په ارزښت يوقرارداد لاسليک شوى دى چې دهغه له مخې  دافغانستان هوايي پوځ ته سي  – ٢٠٨ الوتکې برابرې کړي .
  له دغو الوتکو څخه دپلټنې  او دپوځي معلوماتو دراټولولو لپاره کار اخستل کيږي .
دامريکا ددفاع وزارت دمقاماتو دڅرګندونوله مخې، دغه قرارداد به  د ٢٠١٨ ميلادي کال  دنوامبر مياشتې تر ديرشمې نيټې پورې بشپړ شي هغه شرکت چې دغه الوتکې توليدوي  وايي سي  – ٢٠٨ الوتکې ، پرمختللي  څيړنيزې الوتکې دي چې دشپې او ورځې په بهير کې  ورڅخه استفاده کيږي او کولاى شي  دياغيانو ضد مبارزې ډيرې دقيقې او منسجمې کړي او دقيق استخباراتي او نظارتي معلومات برابر کړي .
ددغه شرکت دمقاماتو دڅرګندونوله مخې داړتيا په صورت کې کولاى شو دغه الوتکې  په اسانۍ سره دهيل  فاير  په توغنديو سره سمبالې کړو چې په بريدونوکې هم ورڅخه استفاده وشي .
دامريکا متحده ايالاتو تيره مياشت اعلام وکړ چې دافغانستان دهوايي پوځ دپياوړتيا او هغه ته دپرمختللو الوتکو دتامينولو لپاره يې د ٧٢٧ مليونو ډالرو په ارزښت  قراردادونه لاسيک کړي دي .   ختم _ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته