سیاست

جمهور رئیس غني د قضایي ستاژ د کورس د ۲۰۶ تنو فارغانو قضایي انسلاک منظور کړ

کابل_باختر_ د غبرګولي د مياشتې ١٣ مه:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د یو حکم په ترڅ کې د قضایي ستاژ د کورس د نهه ویشتمې دورې د ۲۰۶ تنو فارغانو قضایي انسلاک منظور کړ.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دغه حکم نن له غرمې وروسته په داسې حال کې چې د جمهوري ریاست د عالي مقام د چارو د ادارې د لوی ریاست د حقوقي، تقنیني او قضایي چارو د لویې ادارې مسوولینو حضور درلود، د جمهور رئیس له خوا منظور شو.
د یادونې وړ ده چې د قضایي ستاژ د کورس د نهه ویشتمې دورې د ۲۰۶ تنو فارغانو له جملې ۴۲ تنه یې نجونې او مېرمنې دي.
د دغو فارغانو په قضایي انسلاک سره به د هېواد قضایي سیستم لا مسلکي شي او د هېواد په قضایي ارګانونو کې به د خلکو ستونزې را کمې شي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته