سیاست

داسلامي وحدت ګوند دلويي جرګي دسلامشورو ملاتړ وکړ .

دافغانستان داسلامي وحدت ګوند ديوي وينا په صادرولو سره ددوديزي لويي جرګي دسلامشورو ملاتړ وکړ .

دباختر داطلاعاتي اژانس دخبر له مخي ددغه ګوند په وينا کې ويل شوي دي زموږ هيواد په نازک اوبرخليک ټاکونکي تاريخي پړاوکې دي په دغه شان شرايطو کې دهيواد له مسئلو سره منطقي ، واقعبينانه او له احساساتو لري چلند يوه اړتيا ده .

دافغانستان اسلامي جمهوريت ديو خپلواک اوملي واکمني لرونکي هيواد په توګه ددي حق لري چي دملي ګټو او دخپلو امنيتي حالاتو دغوښتني له مخي دهيواد داساسي قانون په چوکات کي هر ډول نړيوال تړون او ميثاق لاسليک کړي اويا له هغه څخه ووځي له دي امله دافغانستان داسلامي وحدت ګوند دهرهغه سياسي تصميم چې دهيواد دملي ګټو او دخپلواکي او ځمکني بشپړتيا دساتني پربنسټ وي او ملي سيمه ئيز او نړيوال امنيت اوثبات پکي په پام کي ونيول شي په غوڅه توګه ملاتړ کوي .

په وينا کې دغه راز ويل شوي دي دافغانستان داسلامي جمهوريت او دامريکا دمتحده ايالاتو ترمنځ دستراتيژيک تړون لاسليک کول او دسولې دتامينولو په لاره کې داغيزمن او فعال چلند غوره کول زموږ دخلکو دهوښياري پوهي او لوړ سياسي شعور ښکارندوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته