ټولنه

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دپاسپورت رييس وستايه .

کابل باختر دزمري  اووه ويشتمه :
  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست ډاکتر کمال سادات نن دکورنيو چارو وزارت دپاسپورت رييس مل پاسوال  سيد عمر صبور او ددغې ادارې څو تنه کارکوونکي دستاينې دلوحو په ورکولو سره وستايل .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې: په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت په پاسپورت رياست  کې جوړه شوې وه داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست  ددې تر څنګ چې دپاسپورت  دادارې درييس اوکارکوونکو دکړو وړو له امله قدرداني وکړه او ويې ويل هره دولتي او خصوصي اداره چې په خپلو کاري  چارو کې وړتيا وښي داطلاعاتو  اوفرهنګ وزارت او دځوانانو دچارو دمعينيت له خوا ستايل کيږي .
  دغه راز په دې غونډه کې دمدني ټولنې رييس فردين فدايي هم خبرې وکړې او ويې ويل چې مدني ټولنه هم دهغو کسانو چې ټولنې ته  خدمت کوي او په خپلو کاري چارو کې وړتيا ښې قدرداني  کوي او دهغوى ښې کړنې  ستايي
دکورنيو چارو وزارت دپاسپورت  رييس هم دستاينې دهغو لوحو له امله چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دسرپرست له خوا ده او دپاسپورت رياست څو تنو کارکوونکو ته ورکړى شوي  مننه وکړه او ويې ويل هغه ستاين ليکونه چې دوى ترلاسه کړل ټول دپاسپورت رياست دټولو کارکوونکو د کړو وړو اوفعاليتونومحصول دى
ده زياته کړه چې دستاينې  دلوحو په ترلاسه کولو سره په ښه توګه دکارونوپه ترسره کولو کې دوى ته زيات مسووليتونه متوجه شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته