فرهنګ

داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دځوانانو دچارو دمعينيت له خوا رضاکارانه کار وشو

درضاکارانو  دنړيوالي ورځې دنماڼځلو په خاطر   نن داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دځوانانو دچارو دمعينيت له خوا رضاکارانه  کار  ترسره شو او ځوانانو د وزير محمد اکبرخان او ملالي زيږنتون  روغتونونه  پاک کړل .

 دباختر داطلاعاتي اژانس دخبر له مخې،  په هغې غونډه کې چې له همدې امله  داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دمطبوعاتو په نړيوال مرکز  کې جوړه شوې وه داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دځوانانو  دچارو معين تيمورشاه اسحق زي  په کابل کې دملګروملتو دسازمان درضاکارانو ددفتر دهمکاريو له امله دقدرداني په ترڅ  دخپلې خوښئ دکارونو دارزښت په باب  معلومات ورکړل او وي ويل چې نن درضاکارانو د نړيوالي ورځې سره برابره ده دټولو هيوادونو ځوانان د رضاکارانو جامې اغوندي او د ډله  ئيزو او رضاکارانه کارونو په ترسره کولو سره دخپلو ښارونو زياته برخه پاکوي .

   ده زياته کړه موږ هم دوزيرمحمد اګبر خان   او ملالي زيږنتون د روغتونونو  پاکول او په عملي توګه درضاکارانو نړيواله ورځ نمانځو .  په کابل  کې دملګروملتو دسازمان درضاکارانو ددفتر مسوول هم په خبرو کې وويل هغه ټولنې  چې ډله ئيز او رضاکارانه کارونه   ترسره کوي په حقيقت کې دخپلو ټولو دپرمختيا په لورګامونه اخلي او رضاکاران دعدالت، برابري او ازادي  په شان دارزښتونو په وسيله لکه څنګه چې دملګروملتو دسازمان په منشور کې بيان شوي دي هڅول کيږي .

 دغونډې په  پاى کې دکابل فدراسيون دکابل له خلکو دسراسري شورا او دنجونو او هلکانو په ګډون  دنورو مرکزونو رضاکاران په دوو ډلو وويشل شول او دځوانانو دچارو له معين  او په کابل کې دملکروملتو  دسازمان درضاکارانو ددفتر له  مسوول سره  دوزير محمد اکبر خان او ملالي زيږنتون  روغتونونو ته  روان شول او په رضاکارانه کار يې  لاس پورې کړ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته