خبرونهرپوټونه

داعش او تبليغاتي نارې سورې

کابل، دغبرګولي٢٩مه، باختر

داعش ډلې په کابل کې د اهل هنودو په درمسال د پروني برید مسوولیت په غاړه واخیست.

د باختر آژانس خبريال ليکي؛ د کابل ښار د کارته پروان په ساحه کې پرون سهار زموږ د اهل هنودو هېوادوالو پر يو عبادت ځاى ډار اچوونکی بريد وشو، چې یادې پېښې د سر زیان هم درلود د  دغې پېښې مسوولیت داعش ډلې منلی دی.

د سياسي کار پوهانو په نظر د داعش له لوري د یاد بريد مسووليت منل يو يقيني کار وو، ځکه پخوا هم دغې ډلې په عبادت ځايونو، تعليمي مرکزونو او په وګړنيو غونډو د بريدونو مسووليت په غاړه اخيستى و او اوس هم لرې خبره نه ده چې داعش ووايي، دغه بريد زموږ کار نه دى.

په افغانستان کې د تروريستي پيښو او بريدونو مسووليت منل د يو شمېر هېوادونو له تبليغاتي نارو سورو سره جوخت تر سره کېږي، دوی ادعا کوي چې ګنې داعش په افغانستان کې د پراختيا په حال کې دى او افغانستان نورو هېوادونو ته يو ګواښ دى.

داعش هم ښه دريځ غوره کړى او د پېښو په سازمان ورکولو سره چې تر سره  کول يې له پراخو تبليغاتو سره  کوښښ کوي چې ځان د افغانستان په ډګر کې پياوړي او اغيزمن وښيي.

د يوه درمسال انتخابول او زموږ پر اهل هنودو هېوادوالو بريد تصادفي کېدای نه شي، ځکه داعش ښه پوهېده چې د دغه عبادت ځاى په بريد سره کولاى شي د رسنيو او نړيوال بنسټونو پاملرنه ځانته جلب کړي او د دې پيښې د مسووليت په منلو سره د افغانستان پوځي تعاملاتو کې ځان يو مطرح ځواک وښيي، خو واقعيت دا دى چې داعش په افغانستان کې ځپل شوى او نور د ځان د راټولولو وس نه لري، خو د دې ډلې په ګټه د لوېديځ هېوادونو او د امريکا په تبليغاتو سره داعش د دې وخت پيدا کړى، چې په ټوليزو رسنيو کې ځان مطرح کړي او کوچني او سترې پيښې خپل کار وبولي، داعش په پوځي او سياسي ډ ګر کې په افغانستان کې کوم  مرکز او مشخصه پته نه لري او دغه راز تر اوسه د اسلامي امارت امنيتي ځواکونه له داعش سره کومه ساحوي جګړه نه ده کړې، دليل يې هم دا دى چې داعش په افغانستان کې کوم پوځي ځواک نه لري او کله چې پوځي ځواک ونلري د دې مانا لري چې ملاتړ هم نه لري.

په خبري سايټونو يا هم په ټولنيزو شبکو کې د دغه بريد  د مسووليت منل له خيالي تبليغاتو پرته بل څه نه دي.

هغه کسان چې په سايټونو او ټوليزو شبکو کې د داعش لپاره تبليغات کوي خپله له هېواد څخه بهر ژوند کوي او یادې ډلې لپاره تبلیغات کوي.

ډار اچوونکي ډلې چې غواړي افغانستان د ورانکارو فعاليتونو ځاله وښيي، بايد پوه شي چې نوی نظام د امنيت، سولې  او بيارغاوني په پيغام سره په سياسي ډګر کې ګام ايښى دى او دغې مولفې د افغانستان بقا لپاره د يو ارزښت په توګه تعقيبوي او هيڅ اجنبي او پرديو نوکرانو ته اجازه نه ورکوي چې دغه ارزښتونه له منځه يوسي.

دغه راز هغو هېوادونو ته چې داعش او يا نورې  تروريستي ډلې په افغانستان کې سترې ښيي  ښه ده چې د هېواد واقعیتونه درک کړي او د خلکو پر وړاندې له ناوړو تبلیغاتو لاس واخلي.

افغانستان  د نښلولو او همکارۍ سيمه ده  نه دګواښ او ډار ځاى.

\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته