امنیت

داعش په افغانستان کې يو ستر ګواښ دى

 واشنګټن نيوزويک باخترد لړم د مياشتې  ١٥ :    
دنيوزويک  مجلې په خپلې وروستۍ ګڼه کې   آيا دداعش ډله   په رښتينې توګه په افغانستان کې يو ستر ګواښ دى تر عنوان لاندې  په يوه مطلب کې  ليکلي دي  : مجله  دغور ولايت پيښو ته اشاره کوي چې په هغې کې څه ناڅه  ديرش تنه وتښتول شول او وروسته ووژل شول.
دغورولايت  دوياند دڅرګندونوله مخې  ؛ دغه عمل  ګنې دداعش دډلې کار دى.
خو دنيوزويک مجله ليکي  چې دافغانستان دغه مرکزي ولايت ددغه هېواد له ختيځو سيمو څخه چې داعش پکې فعال دى  زيات واټن لري او که چېرې داعش په رښتينې توګه په دې بريالى شوى وي چې په غور ولايت کې په دغه شان اقدام لاس پورې کړي  ، په دې صورت کې به دغه ډله په افغانستان کې يو ستر ګواښ وي  خو دمجلې په ليکنه  په افغانستان کې  ددغه شان وژنو لپاره  زيات کورني عوامل شتون لري .  دمثال په ډول دغور په پيښه کې رسنيو خبر ورکړ چې يوې وسله والې ډلې  دغه کسان وتښتول   اوله هغه وروسته چې  ددوى دقوماندان  دوژل کيدو خبر خپور شو دغې ډلې دغه کسان ووژل .
نيوزويک څو نورې دغه شان پيښې هم څيړلي دي او ليکلي يې دي  چې دافغانستان جګړه دهغې دافراطي  پيښو په پام کې نيولو پرته زياتره يې سيمه ييز او دغچ اخيستنې عوامل  لري او ښه به وي چې دغه عوامل ولټول شي او اصلي عاملين يې وپيژندل شي.                                                                          نيوزويک زياتوي   چې په لويديځ کې خلکو په عمومي توګه نه دي غوښتي  چې په دې باب ځير شي  او دافغانستان سياسي طراحان کله ناکله  په پوهيدو  او يا نه پوهيدوسره په هغو سترګې پټوي.                                                             
دمجلې په ليکنه ؛ په اوس وخت کې دغور دپيښې ډيره ښه  شرحه ښايي دا وي  چې دامنيت نشتوالى اودقانون دواکمنۍ نشتوالى ددغه شان پيښو اساسي عامل وي نه هغه خبرونه چې  ګنې  داعش په افغانستان کې دومره نفوذ کړى دى  چې دګواښ سرچينه وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته