سیاست

د جمهوررييس مرستيال محمد کريم خليلي خپله رايه وکاروله.

کابل باختردغبرګولي دمياشتې ٢٤ : دجمهوررييس مرستيال محمدکريم خليلي نن غبرګولي په٢٤نيټه دشنبې دورځې په سهار دحبيبيې په ليسه کې درايې ورکولو مرکز ته لاړ او خپله رايه يې په صندوق کې واچوله . دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ : دجمهوررييس مرستيال له رسنيو سره په لنډو خبرو کې دانتخاباتو ددويم پړاو دپيل کيدو له امله خوښي څرګنده کړه او له هېوادوالو څخه يې و غوښتل چې له ويرې او ډار پرته اوپه پراخه توګه درايو ورکولو صندوقونو ته لاړشي او دخپل سياسي برخليک په ټاکنه کې دې ونډه واخلي. دجمهور رييس مرستيال دې ته په اشارې سره چې په څه دپاسه دولسو کلونو کې دجمهوررييس دمرستيال په توګه دافغانستان دخلکو په خدمت کې دى او خپل مسووليتونه يې ترسره کړي دي ، خوښي څرګنده کړه چې دافغانستان خلک دخپلې رايې دحق په کارولو سره ، نوي خدمتګاران انتخابوي. ده د لومړي پړاو انتخاباتو دامنيت په تامينولو کې دهېواد دامنيتي ځواکونو دهڅو اوهاند له امله دمنننې او قدردانۍ دڅرګندولو په ترڅ کې ټينګار وکړ چې دغه ځواکونه په بيطرفانه ډول هلې ځلې وکړې چې دغه ملي بهېر دامنيت او آرامۍ ترسيوري لاندې پاى ته ورسيږي . ده دغه راز وويل : دهېواد دامنيتي ځواکونو چمتووالي ته پاملرنې سره ، ددولت وسله وال مخالفين به دانتخاباتو دبهيرد ګډوډولو وس ونلري . د جمهوررييس مرستيال په انتخاباتو کې دګډون لپاره دخلکو په پرتمينې علاقمندۍ باندې دټينګار په ترڅ کې په دغه بهېر دڅارنې او دهغه په شفافيت کې دخلکو رول ارزښتناک وباله او څرګنده يې کړه چې دانتخاباتو کتوونکي دې هم په زيات جديت سره دغه بهېر وڅاري او دهر راز انتخاباتي سرغړونې او تقلب رامنځته کيدل دې مستند کړي. ده دغه راز دانتخاباتي کميسيونونو دمسوولينو په بيطرفۍ باندې ټينګار وکړ او ددواړو انتخاباتي نوماندانو له کتوونکو څخه يې وغوښتل چې په دې برخه کې خپل مسووليت دې په ښه توګه ادا کړي . د جمهوررييس مرستيال ددواړو نوماندانوله خوا دانتخاباتو دنتيجې دمنلو په باب دپوښتنې په ځواب کې وويل چې په يقيني توګه دواړه نوماندان او دغه راز دافغانستان خلک دهېواد دلوړو مصالحو درناوى کوي او دافغانستان دولت هم هوډمن دى چې دهر راز احتمال بحران درامنځته کيدو مخه ونيسي او حالات په ښه توګه مديريت کړي. ده هيله وکړه چې دانتخاباتو بهېر دامنيت او آرامۍ تر سيوري لاندې او په بشپړ شفافيت سره پاى ته ورسيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته