خبرونهامنیت

داعش په افغانستان کې ځپل شوی او په دې اړه د ګاونډیو هېوادونو اندېښنې بې ځایه دي

کابل/غوايی ۷ مه/ باختر

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چې داعش يې سخت ځپلی او لا يې هم پر وړاندې مبارزره دوام لري.

یاد وزارت ویلي، چې د داعش په نوم پدیده په افغنستان کې ۹۸ سلنه ځپل شوې او دغه ډله اوس کوم ګواښ نه دی.

د کورنیو چارو وزارت د ګاونډیو هېوادونو هغه اندېښنې هم بې ځایه بللې، چې ګواکې داعش به له افغانستان څخه د دوی امنیت وګواښي.

هېره دې نه وي، چې اسلامي امارت تر دې وړاندې هم ویلي و چې داعش او یا کومې بلې ډلې ته به د حکومت پر وړاندې د درېدو او  له دې ځایه  د نړۍ نورو هېوادونو ته خطر متوجه کولو مهلت ور نه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته