فرهنګ

دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي دخواشيني او ډاډګيرنې پيغام .

 دافغانستان داسلامي جمهوريت  دجمهور رييس حامدکرزي دخواشيني او ډاډګيرنې پيغام .

 په ډيري  خواشيني سره  خبر شوم چې دافغانستان دوسله والو قواوو يو پخواني خدمتګار جنرال عبدالجميل  نورستاني دورپيښي  ناروغي له امله له هيواده  لري له دې  فاني نړۍ سترګې پټي کړى دى .

 انا لله و انا اليه راجعون

  ارواښاد جنرال عبدالجميل  نورستاني دلوړو مسلکي زده کړو  خاوند افسر و ، په امنيتي  او دفاعي  موسسو کې يې ديادونې وړ خدمتونه کړي دي  دده مړينه يوه ضايعه  ده .

 دخپلې خواخوږي او ډاډګيرنې مراتب دده کورنۍ  دوستانو او نورستان ولايت خلکو ته وړاندي کوم الله تعالي دې  دى  وبخښي او کورنۍ ته دى يې جميل صبر په نصيب شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته