سیاست

دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي د ډاډ ګيرنې او خواخوږۍ پيغام .

دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي  د ډاډ ګيرنې او خواخوږۍ پيغام .

  په ژوري خواشينۍ سره مي خبر ترلاسه کړ چې دفارياب ولايت دپوهنې يو سابقه  لرونکي  خدمتګار عبدالمومن دهغې ناروغي له امله چې ورپيښه شوه  وفات شوى دى .

 انا لله و انا اليه راجعون

 ارواښاد عبدالمومن خپل عمر دهيواد دماشومانو او ځوانانو روزنې ته وقف کړ، زيات کلونه يې دفارياب په ښوونځيو کې دښوونکي او سرښوونکي په توګه خدمت وکړ  دده خدمتونه د قدر وړ دي مړينه يې يوه ضايعه ده .

 دخپلې ژوري خواشينۍ او ډاډ ګيرنې مراتب  دارواښاد کورنۍ ، دوستانو  ، شاګردانو او دفارياب  ولايت خلکو ته څرګندوم   اودلوى خداى ( ج )  له دربار څخه ارواښاد ته د مغفرت  او پاتې کسانو  ته يې دجميل صبر هيله کوم .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته