ټولنه

دافغانستان دښار جوړولو عالي شورا غونډه وکړه

کابل باختر د ليندي دمياشتي  دوه ويشتمه
  دافغانستان دښارجوړولو عالي شورا نن  دښار جوړولو دچارو دوزير ډاکتر حسن عبداللهي په مشرۍ غونډه وکړه .
  دښار جوړولو دچارو وزارت  داطلاعاتو او عامه اړيکو رياست باختر اژانس ته خبرورکړ ، په دې غونډه کې دښار جوړولو دچارووزارت  دمشرتابه هيئت  ، دتراسنپورت او دملکي هوايي چلنداو داقتصاد دوزراتونو معينانو ، دژوندانه دچاپيريال ساتنې دملي ادارې  مسوولينو ،  دجمهوري رياست سلاکار انجنير  عبدالاحد صاحبى او دفوايد عامې وزارت  او دسيمه ئيزو ارګانونو دخپلواکې ادارې  سلاکارانو ګډون کړي و .
  دښار جوړولو دچارووزير ډاکتر حسن عبداللهي په پيل کې خبرې وکړې او وي ويل  په دې وروستيو وختو کې دافغانستان ديوشمير ښارونو ستراتيژيکي پلان بشپړ شوي او دوزيرانو شورا اقتصادي کميټې ته وړاندې شوي دي  او په پام کې دى چې دهيواد دنورو ښارونو پلان هم برابر شي .
  وروسته  دښار جوړولو دچارووزارت  معين  محمد اکبر احمدي وويل، دسيمه ئيزو ارګانونو داحصائيې له مخې، په افغانستان کې  نږدې يو سلو پنځوس ښارونه شته او د اته څلويښتو ښارونو پلان  بشپړ شوي او اړوندو مراجعو ته  سپارل شوي دي او  پنځوکلونو ته  اړتيا ده  چې دهيواد د ټولو ښارونو پلان برابر شي .
  دغه راز  دښار جوړولو دعالي شورا  غونډې دپل علم ، ميمني او دايبکو دښارونو دستراتيژيکي  پلان  دمسودې  دوړاندې کولو په باب  چې دښار جوړولو دچارو وزارت له خوا  دپنځلسو کلونو لپاره طرحه شوې ده  خبرې وکړې او دغونډې نتيجې وروسته اعلاميږي .
 

دوام

ورته لیکنې

Leave a Reply

Your email address will not be published.

دکمه بازگشت به بالا