ورزش

دافغانستان دکرکټ دملي ټيم ورزشکاران په شل اوريزه سيالۍ کې د زمبابوي له ټيم سره لوبه کوي .

کابل باختر د مرغومي  اتلسمه :
دافغانستان دکرکټ  دملي ټيم ورزشکاران  نن دزمبابوي دکرکټ له ملي تيم سره لوبه کوي .
دباختراژانس دخبر له مخې : ټاکل شوې ده دافغانستان او زمبابوي دهېوادونو دکرکټ ملي ټيمونه دعربي متحده اماراتو په شارجه ښار کې دوه شل اوريزې لوبې وکړي چې لومړى لوبه يې نن شپه ترسره کيږي .
دافغانستان دکرکټ ملي ټيم مخکې له دې په پنځو پنځوس اوريزه سياليو کې ددوه په وړاندې په دريو سره دزمبابوې دکرکټ ملي ټيم ته ماتې ورکړه اودنړۍ دکرکټ  دلسو غوره ټيمونو په رديف کې يې ځاى ونيوه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته