ورزش

دافغانستان دکرکټ ټيم دپښتونخوا دزلمي ټيم ته ماتې ورکړه .

کابل باختر دوږي  نولسمه :
دهېواد دکرکټ ملي ټيم ددوه سوه درې څلويښتو منډو په توپير سره داماراتو په لوبغالي کې دپښتونخوا  دکرکت ملي ټيم ته ماتې ورکړه .
دباختراژانس دخبرله مخې، دهېواددکرکټ دملي ټيم لوبغاړو داسيا دکرکټ جام دسياليو په درشل کې  په يوه تدارکاتي لوبه کې ددوه سوه درې څلويښتو منډو په توپير سره دپښتونخوا دزلمي ټيم ته سخته ماته ورکړه .
  دهېواد دکرکټ  دملي ټيم لوبغاړو  لومړى لوبه پيل کړه او په پنځوسو اورونوکې يې  ٣٧٨ منډې ترسره کړې .
راشد خان اته اتيا منډې ، احسان جنت درې  شپيته منډې ، شرف  الدين شرف  نهه څلويښت او شهزاد نهه څلويښت منډې  ترسره کړې  دپښتونخوادزلمي ملي ټيم دټولو لوبغاړو په سوځيدو سره وکولاى شول يوسلو شپږ ديرش منډې ترسره کړي .
افتاب علم څلور ، شرف الدين اشرف او ګلبدين هريوه دوه دوه ويکټې  ترلاسه کړې .
ختم_ سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته